د راپورونو له مخې، په پام کې ده جمهور ریییس محمد اشرف غني ولسي جرګې ته د ۲۶ نوماند وزیرانو او د دوو ادارو د رییسانو د معرفي کولو په مراسمو کې وینا هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني د لوړې تر مراسمو وروسته ویلي و چې په دوو اونیو کې به نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي، خو بریالی نه شو.
د جمهور رییس غني د لوړې له مراسمو شاوخوا ۸ میاشتې تېرې شوی، خو حکومت د کابینې د ټولو وزیرانو په معرفي کېدو نه دی توانېدلی.


