نوموړي د سولې په خبرو کې د طالبانو پر دریځ شک څرګند کړی او پر هغوی یې غږ کړی چې په دغه بهیر کې هوښیار سیاست غوره کړي او په ښه نیت د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
د محب په خبره، که د سولې خبرې او اوسنی حالت د کورنۍ جګړې لامل کېږي، افغان حکومت به یې مخه ونیسي.
د ملي امنیت سلاکار همدارنګه له رسنیو سره په خبرو کې د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره د امریکا د هوايي ځواکونو ملاتړ افغان ځواکونو ته اړین بللی دی.
ده په ورته وخت کې دا هم ویلي، امنیتي بنسټونه هغې ورځې ته چمتو دي چې ډېری امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي او ټول امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
ښاغلي محب دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پنځه اونۍ تېرې شوې، خو لاهم پر کړنلاره هوکړه نه ده شوې.


