ads

په ختیځ کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې

په خیتځو ولایتونو کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسولین وایي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېر شوې ده.

جان اغا صالح
29 تله 1399
په ختیځ کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې
په ختيځ کې د یاد کمیسیون رییس شمس الرحمن حبیب وايې، د تېرو دوو میاشتو په موده کې په ټولو ختیځ زون کې د بمي چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د ملکي وګړو پر کورونو د هوایي مرمیو د لګېدو په پېښو کې ۲۲۵ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۷۴ تنه وژل شوي او ۱۵۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادو ارقامو ډېر برخه ننګرهار تشکیلو چې له ډلې یې په دې وروستیو کې په موټر بم چاودنو او نورو ترهګریزو پېښو کې ۵۶ تنه وژل شوي او ۹۶ نور ملکي وګړي ټپیان شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
«په ټول ختیځ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې، په تېرو دوو میاشتو کې ۲۲۵ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»
نوموړی وایي، له کله راهیسې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شوي، ورسره سم په ټولو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.
په ختیځ کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییس شمس الرحمن حبیب د جګړې پر مهال د ملکی وګړو وژل کېدل د بشرحقونو او نړیوالو اصولو خلاف کار بولي.
نوموړی له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې په جګړو کې دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
«د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام نه کول دا د بشرحقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، موږ د سولې کمېسیون ته هم دا خبره رسولې چې جګړو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.»
عام وګړي هم په هېواد کې وروستي بریدونه غندي او د جګړې له دواړو خواو غوښتنه کوي چې نور له بې ځايه وينې توېدنې لاس واخلي.
«موږ د سولې خبرو ته خوښ یو او هیله مو له وسله والو طالبانو دا ده، چې روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي او نور دې بې ګناه وګړي نه وژني.»
ولسي خلک په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پيل شوې خبرې د دايمي سولې راتګ لپاره يو ښه فرصت يادوي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې د همدغو خبرو پر بنسټ روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA