ads

په ارزګان کې د انارو باغونه ناروغيو زيانمن کړي

نباتي ناروغیو او جګړو د انارو پر حاصلاتو اغېز کړی او ارزګان ته د تللو لارو تړل کېدو یې بیې هم راټیټې کړي دي.

احسان الله ولسمل
29 تله 1399
په ارزګان کې د انارو باغونه ناروغيو زيانمن کړي
په مرکز ترينکوټ کې باغ لرونکي وايي، سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله د انارو باغونو زيات مرضونه کړي دي.
 د انارو باغ لرونکي له جملې څخه يو تن هم سميع الله دی چې پر خپله څو جريبه ځمکه يې د انارو باغ  کېنولی دی.
هغه وايي، په نورو کلونو کې یې د انارو له حاصل څخه لکونه افغانۍ ګټلې، خو سږکال یې هم انارو مرضونه کړي او حاصل یې کم دی.
هغه زیاته کړه:
«ډېرو باغونو ناروغۍ کړې، څلورمه برخه پکې روغ انار نه شته. ټول وراسته شول، یا وچاودل، مچ یې کړی، وچ شوي دي.»
په ترینکوټ کې بزګران وايي، نه یوازې د انارو حاصل سږ کال مرضونو ځپلی، بلکې د انارو رسېدلي باغونه یې د جګړو په سیمه کې پاتې دي.
د ترینکوټ په سبزیو مارکېټ کې دا مهال د یو من روغو انارو بیه ۸ افغانۍ ده.
خو ویل کېږي چې په کندهار کې بیا د همدې یو من انارو بیه تر 200 افغانیو رسېږي.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې پر شپږ زره او ۵۴ هکتاره ځمکه د انارو باغونه کرل شوي دي.
د دغه ریاست چارواکي تر ډېره هغه ستونزې مني چې د انارو باغداران ورسره مخ دي.
د دې ادارې رییس احمد شاه خیري وايي، جګړو، مرضونو او د لارو بندیدو، د انارو حاصلات په سلو کې 30 زیانمن کړي دي.
هغه وایي:
«موږ د لارو د خلاصون لپاره خپلې ټولې هڅې کړي، ولایت مقام ته مو پیشنهادونه کړي او دغه راز په سیمه کې مو د قومي مخورو له لارې هم هڅې کړي دي. په یو شمېر سیمو کې یې مثبته نتیجه ورکړې، موږ له وسله والو طالبانو او دولت دا غوښتنه ده چې د ولسي خلکو پر مخ لارې پرانېزي، څو هم حاصل راټول کړي او هم یې وپلوري.»
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهېسې ترینکوټ ته د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې تړلي دي او له تېرو دوو میاشتو راهېسې یې د ارزګان – کندهار لویه لاره هم تړلې؛ چې خلک اوس له ډېرو اوږدو فرعي لارو څخه تګ راتګ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA