ads

د ولایتي چارواکو نه پاملرنې هلمند د سقوط له ګواښ سره مخ کړی

دا چې له تېرو ۱۲ ورځو راهسې وسله‌ والو طالبانو د هلمند پر مرکز لښکرګاه، ناوې او نهر سراج ولسوالیو په ګڼو سېمو  بریدونه وکړل، په دغو بریدونو کې پر پوځي مرګ ژوبلې سربېره عامو وګړو ته هم درانه تلفات اوښتي چې تراوسه يې دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی. 

حضرت محمد روحاني
29 تله 1399
د ولایتي چارواکو نه پاملرنې هلمند د سقوط له ګواښ سره مخ کړی
د هلمند مدني فعالان او اوسېدونکي د دغه ولایت پر امنیتي او سیمه‌ییزو مسولینو نیوکه کوي چې د هغوی ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې هلمند د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
د یاد ولایت د مدني ټولنې یوه غړي عبدالحق ځواکمن کلید ته وویل، شپږ میاشتې وړاندې د هلمند والي دا خبره کړې وه چې طالبان پر دغه ولایت د پراخه برید پلان لري او په وینا یې دوی خبر وو چې هلته به څه کېږي.
«مرکزي حکومت باید هغو کسانو ته جزا ورکړي چې وظیفوي غفلت یې کړی وي. دا څوم ځل دی چې هلمند له ورته برخلیک سره مخ کېږي.»
همدغه راز بیا د هلمند بست پوهنتون دوو استادانو عبدلودود طراح او ولي محمد لښکري هم کلید ته وویل، د حکومت په دننه کې فساد او د حکومت د ځینو چارواکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې هلمند له داسې برخلیک سره مخ شي.
«د هلمند امنیه قومندان پر دغه ولایت د طالبانو د پلان شوو بریدونو په تړاو کم استخباراتي معلومات درلودل. هغه دا وړتیا نه لري چې د هلمند امنیتي حالت مدیریت کړي.»
دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک بیا د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي حالت سم دی، د افغان سرتېرو عملیات روان دي او په ځینو سیمو کې پرمختګونه هم شوي دي.»
 « دم ګړی عملیات روان دي، افغان سرتیري هڅه کوي، هغه سیمې چې د حکومت له لاسه وتلې وې، بیرته ونېسي. تېره شپه هم د نادعلي، ناوې او نهروسراج ولسوالیو په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره شوي دي.»
که څه هم د دغه ولایت امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي د هلمند د امنیتي حالت ښه کېدو خبره کوي، خو نن هم د دغه ولایت په دوه کېلومټرۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA