ads

د افغانستان د مخابراتي شبکو د محصولاتو د توزیع اتحادیې پر فعالیت پیل کړ

د افغانستان د مخابراتي شبکو د محصولاتو د توزیع اتحادیې د سه‌شنبې پر ورځ د مخابراتي محصولاتو په برخه کې د شته ستونزو د هواري په هدف خپل فعاليت پيل کړ.

منصور یوسفزی
29 تله 1399
د افغانستان د مخابراتي شبکو د محصولاتو د توزیع اتحادیې پر فعالیت پیل کړ

د يادې ادارې رییسه پروین درانۍ وايي، اوس‌مهال مخابراتي کمپنۍ پر افغانستان ټوجي انټرنېټ د ټري‌جي او ټرجي انټرنېټ د فورجي انټرنټ په نوم پلوري او دوی به د ستونزې د مخنيوي په برخه کې هڅې وکړي.

نوموړې زياته کړه، له دوی سره شاوخوا ۲۰۰ مخابراتي شرکتونه ثبت دي او ياده اتحاديه به د حکومت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د اړيکې پول وي.

درانۍ وويل:

«له بده مرغه له ډېرو کلونو راهیسې د مخابراتي خدماتو په برخه کې ‌ډېرې ستونزې درلودې، د انټرنټ قيمت او کيفيت هغه ستونزه ده چې له پخوا راهیسې موجوده ده، مخابراتۍ کمپنۍ پر افغانستان ټوجي انټرنېټ د ټري‌جي او ټري‌جي انټرنټ بيا د فورجي په نوم پلوري چې دا يوه لويه ستونزه ده او بله مسله دا چې همدا پنځه جي‌بي انټرنېټ چې موږ یې په پنځه سوه افغانۍ پېرو، په ګاونډيو هېوادونو کې په دوه سوه کلدارو پېرل کېږي، موږ به د دغو ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړو.»

په ورته وخت کې د مالوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت سرپرسته معصومه خاوري وايي، د يادې اتحاديې له رامنځ ته کېدو هرکلی کوي او تمه لري چې له دې لارې به په مارکېټ کې نظم، مخابراتي شرکتونو ترمنځ سالم رقابت او دغه‌راز په دې برخه کې د ډېرې پانګونې جذب ته زمينه برابره کړي.

دا ټينګار کوي چې دوی هم په دې هڅه کې دي چې د مخابراتي خدمتونو کيفيت تر بل هر وخت زيات شي.

خاوري وويل:

«د دغه شان اتحادیو شتون ښه اقدام دی، له دې سره به په بازار کې نظم، د شرکتونو ترمنځ سالم رقابت او د ډېرې پانګونې جذب ته زمينه برابره شي، اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۲۲ ميليون وګړي له مخابراتي او شاخوا ۱۰ ميليون بيا له انټرنېټي خدمتونو څخه کار اخلي چې د مخابراتي شرکتونو لپاره یې ښه بازار برابر کړی دی، موږ به هم هڅه وکړو چې مخابراتي خدمتونه تر بل هر وخت غوره شي.»

بل‌خوا د اترا ادارې رییس عمر منصور انصاري بيا وايي، د مخابراتي شرکتونو ترمنځ داسې شرکتونه شته چې راجیستر شوي سیمکارتونه اخلي او پر هټۍ‌والو یې پلوري چې دا يوه لويه ستونزه ده.

نوموړي زياته کړه، ټول مخابراتي شرکتونه بايد په قانوني او ښې بڼې د سيمکارتونو د راجستر په پروسه کې ونډه واخلي.

انصاري وويل:

«اوس هم په بازار کې داسې شرکتونه شته چې راجستر شوي سيمکارتونه اخلي په هټۍ‌والو یې پلوري او هټۍ‌وال یې بيا په په خلکو پلوري چې دا لويه ستونزه ده او ډېر کله یې ډېر ستونزې هم رامنځ ته کړې دي، مخابراتي شرکتونه بايد په قانوني او د راجستر شويو سيمکارتونو د تنظيم په برخه کې ونډه واخلي، څو موږ به د فورجي او فایف جي انټرنېټ په کيفيت او د فريکونیسي د تنظيم په برخه کې کار وکړو.»

د مخابراتي شبکو د محصولاتو د توزیع اتحادیې په داسې حال کې خپل فعاليت پيل کړ چې اوس‌مهال د انټرنېټ قيمت او کيفيت په برخه کې د هېوادوالو نيوکې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي او همدا راز په بازارونو کې د غیر قانوني او له راجستر پرته د سيمکارتونو پلور هم اندېښنې تر بل هر وخت زياتې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA