د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د دغو کسانو او شرکتونو مرکز په چین کې دی.
د ده په وینا، تهران د کښتۍ چلوونې له شرکت څخه د اټومي وسلو او راکیټونو د تامین په هدف ګټه اخلي او له همدې امله یاد شرکت د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شو.
دا بندیزونه پر داسې مهال لګول کېږي چې دوې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري پر ایران لګول شوي بندیزونه پایته ورسېدل.
په ورته وخت کې مایک پامپیو پر خپل ټوېټرپاڼه دا هم لیکلي چې هېواد به یې پر ټولو هغو شرکتونو او بنسټونو بندیزونه ولګوي چې له ایران سره د وسلو په لېږد او تجهیز کې مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ