ads

په لغمان کې د طالبانو اووه غړي نیول شوي

د لغمان ولایت امنیتي چارواکي هلته د ملي امنیت ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د اوو طالبانو د نیولو خبر ورکوي.

کلید
29 تله 1399
په لغمان کې د طالبانو اووه غړي نیول شوي
د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار په همدې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان په بېلابېلو سیمو کې د دوو ورځو د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو اووه هغه غړي نیولي چې د لغمان د ولایتي شورا په رییس او په مهترلام ښار کې د پولیسو په موټر چاودنه کې یې لاس درلود.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو یې یو شمېر چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA