وسله والو غلو په هرات کې یو ځوان وژلی

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاد کلید ته وویل، دغه پېښه تېره شپه اووه بجې د یاد ولایت د اوومې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې ده.