ads

وسله والو غلو په هرات کې یو ځوان وژلی

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاد کلید ته وویل، دغه پېښه تېره شپه اووه بجې د یاد ولایت د اوومې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

محمدخان بریال
29 تله 1399
وسله والو غلو په هرات کې یو ځوان وژلی
ولیزاده زیاتوي چې دغه ځوان نانوای و.
د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، په دې برخه کې د پولیسو څېړنې روانې دي او ډېر ژر به د دغه ځوان د وژنې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د وژل شوي ځوان خپلوان وایي، وسله والو غلو د هغه ټولې پیسې او موبایل اخیستي او وروسته دی وژلی دی.
د هرات ډېری اوسېدونکي څرګندوي چې په دې وروستیو کې هلته وسله والې غلاوې او وژنې ډېرې شوې دي.
دوی امنیه قومنداني او ټول امنیتي بنسټونه د جنایي پېښو په مخنیوي کې پاتې بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA