ads

ملا برادر او د قطر د لومړي وزیر مرستیال پر افغان سوله غږېدلي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک وایي، د دغه دفتر رییس ملابرادر او د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ترمنځ لیدنه شوې ده.

محمدخان بریال
29 تله 1399
ملا برادر او د قطر د لومړي وزیر مرستیال پر افغان سوله غږېدلي
ډاکتر نعیم پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې.
نوموړي زیاته کړې چې د دوی تر منځ په لیدنه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر بشپړ پلي کېدو، بین الافغاني خبرو او ورته نورو مسایلو خبرې شوې دي.
په دوحه مې د طالبانو مېشت استازي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو مخامخ خبرې نه دي پیل شوې.
د دې تر څنګ په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او ښکېل لوري یو بل د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورنوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA