د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، حسن روحاني دا موضوع د افغانستان د ملي مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
د سرچینې په وینا، روحاني په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې سوله د ایران لپاره ځانګړی ارزښت لري.
بلخوا، د ایران جمهور رییس د خواف ـ هرات رېل پټلۍ پرانیستغونډې ته په شارې سره ویلي چې له همدې لارې د افغانستان او ایران نښلول کېدل د کابل او تهران د اړیکو پیاوړتیا لامل کېږي.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا مطبوعاتي سلاکار مجیب الرحمن رحیمي وایي، حسن روحاني په دې لیدنه کې ډاکتر عبدالله ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې په ټول وس د افغان سولې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شتون سخت مخالف دی او په ځینو برخو کې دلته د وسله والو ډلو په ملاتړ هم تورن شوی.
د مصالحې شورا مشر د یکشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر تهران ولاړ او تېر ماښام ناوخت بیرته کابل ته راستون شو.


