ads

د سولې مرکچي پلاوي لاهم پر کړنلاره نه دي سلا شوي

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې پرون ماښام د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو غونډه درلوده.

محمدخان بریال
29 تله 1399
د سولې مرکچي پلاوي لاهم پر کړنلاره نه دي سلا شوي

نادري زیاتوي چې په ترسره شوې ناسته کې یو ځل بیا د اختلافي مواردو پر حل بحث وشو او په وینا یې، د ستونزو د حل په هدف به ناستې دوام وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو مرکچي پلاوي هم ترسره شوې ناسته تایید کړې ده.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغان حکومت او طالبانو د تماس درې درې غړو ناسته درلوده او په اختلافي مواردو خبرې وشوې.
د هغه په خبره، په ترسره شوې لیدنه کې د کړنلارې پر سر د اختلافي مواردو پر حل ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، هر څومره چې ژر کېدایشي، رامنځته شوي اختلافونه پایته ورسېږي.
د یادولو وړ ده چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې تر یوې میاشتې ډېره موده کېږي، خو بیاهم د سولې مرکچي پلاوي د خبرو پر کړنلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA