د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دواړو مشرانو تر منځ په کتنه کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او سولې خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې ویلي چې د سیمې سوله په افغانستان کې پر سوله پورې تړلې مسله ده او په وینا یې، هېواد یې په دې برخه کې رغنده رول لوبوي.
بلخوا، ګلبدین حکمتیار د پاکستان د مشرانو جرګې له رییس سره هم لیدلي او له هغه سره یې هم د افغانستان پر سوله او ثبات بحثونه کړي دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د یو سفر پر مهال اسلام اباد ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


