د مصالحې شورا وایي، عبدالله د افغان سولې په تړاو د سیمهییزو هېوادونو د ملاتړ خپلولو په هدف تهران سفر کړی و.
نوموړي د دغه سفر پر مهال د ایران له لومړي وزیر حسن روحاني، د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظرریف او یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره وکتل.
د سرچینې په وینا، د دوی تر منځ په کتنه کې پر افغان سوله، بین الافغاني خبرو او د ایران او افغانستان تر منځ د همکاریو پر ډېرېدو خبرې وشوې.
د مصالحې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې ایراني چارواکو د افغانستان سوله د سیمې سوله وبلله او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د ملاتړ اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شتون سخت مخالف دی او په ځینو برخو کې دلته د وسله والو ډلو په ملاتړ هم تورن شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


