ads

افغان حکومت پر کونړ د پاکستان راکیټي بریدونه وغندل

افغان حکومت پر کونړ د پاکستان پروني بریدونه غندلي او دا عمل یې د اندېښنې وړ بللی دی.

محمدخان بریال
29 تله 1399
افغان حکومت پر کونړ د پاکستان راکیټي بریدونه وغندل
د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه پرون ناوخته په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې د دغه وزارت رهبري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو د پاکستان راکیټي بریدونه غندي او دا کړنه د جدي اندېښنې وړ بولي.
 اعلامیه زیاتوي چې د پاکستاني پوځ په پرونیو بریدونو کې یو تن ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، پر افغان خاوره د پاکستان د راکیټي بریدونو دوام د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته زیان رسوي او دا کړنې د مقابل لوري د ژمنو خلاف عمل دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان پر کونړ او د افغانستان پر نورو سیمو راکیټي بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته بریدونه ترسره شوي او ګڼو افغانانو ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA