ads

د کوز کونړ اوسېدونکي د پول جوړېدو غوښتنه کوي

د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د پل د نشت له امله له ستونزو کړېږي.

جان اغا صالح
28 تله 1399
د کوز کونړ اوسېدونکي د پول جوړېدو غوښتنه کوي
د یادې ولسوالۍ د سرکنډ، کاشکوټ، سربند او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي، چې له کلونو راهیسې یې د کوز کونړ ولسوالۍ د زیړي بابا پل نړیدلی؛ خو تراوسه یې حکومت د بیا جوړېدو لپاره هېڅ نه دي کړي.
د یادې سیمې د اوسیدونکو په خبره، د زیړي بابا پل شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې د پي ار ټي یا د ولایتي بیارغونې ټیم له لوري جوړ شوی و، خو د کم کیفیت له امله د یو کال په موده کې ونړیده.
«څو کاله وشول چې دا پل نړیدلی، خو حکومت ورته هېڅ پام نه دی کړی. خلک ډېر زیات له ستونزو سره مخ دي، محصلین په خپل وخت نه شي رسېدای درسونو ته د جوړېدو غوښتنه یې کوو.»
اوسمهال د زیړي بابا پر پل تېرېدونکي خلک د تګ راتګ په هدف له یوې زانګو او د یو کلیوال له خوا د جوړې شوې کښتۍ کار اخلي.
دوی له حکومت ګیله مند دي او وایي، د خپل سیمو امنیت یې په خپله ساتلی خو حکومت ورسره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
د یادې سیمې یو قومي مشر محمد الدین له حکومت دوی ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
«موږ د حکومت هره خبره منلې خو دوی راته دا یو پل نه دی جوړ کړی، د خدای فضل دی خلکو په خپله امنیت ساتلی او خپله قرباني ورکوي، خو چارواکي ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه.»
 په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، د کوز کونړ د زیړي بابا د پل ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هیله مند دي چې د جوړېدو چارې به یې ژر پیل شي.
«موږ له مرکزي ادارې سره د زیړي بابا د پل ستونزه شریکه کړې او هیله مو دا ده چې په نیږدې راتلوونکې یې د جوړویدو چارې پيل شي.»
د زیړي بابا پل چې د کونړ پر سیند جوړ شوی. د دغه پل په واسطه د کونړ او ننګرهار ګڼې سیمې د کونړ په سرک سره وصلېږي. د خلکو په خبره د یاد پل د جوړیدو ژمنې ورسره په ځلونو شوي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA