ads

د روان تاوتريخوالي په اړه د خليلزاد اندېښنه

د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د تاوتريخوالي کچې زيات‌والی او دوام د سولې پروسه او د واشنګټن او طالبانو هوکړه ګواښلی شي.

منصور یوسفزی
28 تله 1399
د روان تاوتريخوالي په اړه د خليلزاد اندېښنه
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، د تخطيو بې‌بنسټه تورونه او پارونکي څرګندونې د سولې پرمختګ لامل نه‌ګرځي، پر ځای یې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې او د امريکا او افغانستان ترمنځ د ګډې اعلامیې له ټولو مواردو بايد پيروي وشي.
خلیلزاد زياته کړې، دا باور چې په مذاکراتو کې د ډېرو امتيازونو د ترلاسه کولو په هدف بايد تاوتريخوالی زيات شي، ډېر خطرناک دی او دا ډول چلند به د سولې بهير زيانمن کړي.
نوموړي ليکلي:
«د تخطيو بې‌بنسټه تورونه او پارونکي څرګندونې سولې ته پراختيا نه‌ورکوي، پر ځای یې بايد موږ په جدي توګه د امريکا او طالبانو توافق‌ليک او اد امريکا او افغانستان د ګډې اعلامیې د ټولو موادو متابعت وکړو. د تاوتريخوالي لوړه کچه کولای شي چې د سولې بهيراو توافق‌ليک وګواښي چې پوځي حل شتون نه‌لري. زموږ تمه وه او اوس هم ده چې تاوتريخوالی کمېږي او کم پاتې کېږي.»
د هلمند او بدخشان په ګډون د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې جګړه په داسې حال کې په شدت روانه ده چې په دوحه د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلې د بین الافغاني خبرو د کړنلارې پر اصولو لاهم هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د چارو شنوونکي د جګړې شدت او په قطر کې د سولې روانو مذاکراتو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امين‌الله شارق وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه‌ کې ويل شوي وو چې امريکا به خپل سرتيري له افغانستان وباسي او په مقابل کې به یې تاوتريخوالی کمېږي، خو ليدل کېږي چې تاوتريخوالی هېڅ نه‌دی کم شوی.
نوموړي له کليد سره په خبرو کې په قطر کې د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وويل، ښايي په مذاکراتو کې درېيم‌ لاس موجود وي چې نه‌پرېږدي افغانان سره کېني او روانه جګړه دې پای ته ورسېږي.
شارق وويل:
«حکومت او طالبان بايد د سولې روانې خبرې په بشپړ ډول افغاني کړي، که چېرې په واقعي ډول خبرې بين‌الافغاني شي او د درېيم‌ګړي خوا لاس لنډ شي، نو د سولې خبرې به يوې پايلې ته ورسېږي. زما په اند هغه باورونه ناسم دي چې طالبان به د جګړې او تاوتريخوالي په شدت سره د مذاکرې په ميز کې ډېر امتياز ترلاسه کړي، دوی به نه يوازې دا چې امتياز ترلاسه نکړي، بلکې ترلاسه شوی امتیاز او موقف به هم لاسه ورکړي.»
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا بيا په هېواد کې د روان تاوتريخوالي او شوې هوکړې د نقضېدو اصلي لامل امريکا بولي او زياتوي، د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له‌مخې بايد امريکا مسوولانه چلند کړی وای او د خپلې هوکړې ترشا ولاړه وی.
نوموړي له کليد سره په خبرو کې وويل، امريکا هوکړه کړې وه چې طالب بنديان به په لسو ورځو کې خوشې کېږي، په دې پروسه کې ځنډ د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ لامل شو.
نوموړي وويل:
«روان تاوتريخوالی د سولې خبرې زيانمولی شي، د دې هر څه لامل امريکا ده ځکه دوی د شوې هوکړې په برخه کې مسوولانه چلند ونه‌کړ او د بې‌ باورۍ فضا یې رامنځ ته کړه. اوس امريکا ته په کار ده چې د سولې کيلي دې افغانانو ته وسپاري. د سولې خبرې ځکه ځنډول کېږي چې امريکا په دې لټه کې ده چې داسې فرصت رامنځ‌ته کړي چې دوی ته د منځګړيتوب زمینه برابره شي.»
بل‌خوا د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم په قطر کې د سولې نامعلوم برخليک ته اندېښمن دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سيد احمد خادم وايي، دوې مياشتې کېږي چې په قطر کې خبرې روانې دي. نه يوازې دا چې کومه پایله یې نه ده ورکړې، بلکې ورسره هم‌مهاله جګړه هم زياته شوې.
د جګړې او تاوتريخوالي شدت په داسې حال کې په هېواد کې زيات شوی چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بين‌الافغاني مذاکراتو له مقدماستې ناستې څه د پاسه يوه مياشت تېرېږي، که څه هم د دواړو خواوو د تماس ډلې وخت ناوخت ناستې کوي، خو تر اوسه پر اجنډا او د مذاکراتو پر کړنلارې کومې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA