ملي امنیت پرون ناوحته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بلال په نوم یوتن د ډاکټر محب الله بارکزي د تښتولو پلان جوړ کړی و.
اعلامیه وایي، انسان تښتونکو د ډاکټر محب الله بارکزي تګ راتګ څارلی و او له لسو ورځو وروسته یې د تایمني له سیمې څخه وتښتاوه.
اعلامیه زیاتوي، انسان تښتوونکو بارکزی لومړی د پغمان ولسوالۍ په یوه سیمه کې ساته او بیا د دې ولسوالۍ د تاق ظفر سیمې وړل شوی وو.
ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې څخه د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې بېرته راخوشی شو.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح هم پر خپله فیسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې ډاکټر محب الله بارکزی له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


