د دې شورا مطبوعاتي سلاکار مجیب الرحمن رحیمي وايي، د دوی تر منځ په ترسره شوې کتنه کې لومړی د افغان سولې په پروسه کې پر پرمختګونو او ننګونو خبرې وشوې او په دویمه برخه کې پاکستان او هند ته د عبدالله عبدالله پر وروستیو سفرونو هم بحث وشو.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان د مصالحې شورا مشر ته د هر کلي تر څنګ د سولې په برخه کې د خپل هېواد د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
د یادونې وړ ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ تهران ولاړ او ټاکل شوې چې هلته له نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


