د کورونا ۸۷ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۸۷تنو ته ورسېد.