ads

دفاع وزارت: په جلریز کې د افغان سرتېرو ستونزې حل شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هغو افغان سرتېرو ستونزې بشپړې حل شوې چې د میدان وردک ولایت د کوټي اشرو په کمپ کې بند پاتې وو.

محمدخان بریال
28 تله 1399
دفاع وزارت: په جلریز کې د افغان سرتېرو ستونزې حل شوې
له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، افغان کمانډو سرتیرو تېره شپه د جلریز ولسوالۍ په کوټه اشرو کمپ کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.
د خبرپاڼې په وینا، د یاد کمپ ټوله سیمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه، هلته کلابند سرتېري وژغورل شول او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول شول.
خبرپاڼه دا هم وایي، اوس په یاده سیمه کې امنیتي حالت د افغان سرتېرو تر کنټرول لاندې دی او نورو سرتېرو ته یې ډوډۍ او وسلې هم استولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د میدان وردک ولایت د جلریز ولسوالۍ په کوټي عشرو کمپ کې کلابندو سرتېرو په یو ویډیویي کلپ کې ادعا وکړه چې کابو پنځه ورځ کېږي پر هغوی ځانمرکی برید شوی، یو شمېر سرتېري ټپیان دي، خو تر اوسه د مرکزي حکومت او امنیتي بنسټونو له لوري هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA