ads

خلیلزاد: د امتیاز په هدف د بریدونو ډېرېدل خطرناک دي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د طالبانو هغه ادعاوې بې بنسټ دي چې ګواکي امریکا په هلمند او فراه ولایتونو کې د دوحې د تړون خلاف پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

محمدخان بریال
28 تله 1399
خلیلزاد: د امتیاز په هدف د بریدونو ډېرېدل خطرناک دي
هغه پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، که طالبان د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره د سولې په خبرو کې د امتیاز په لټه کې وي، دا ډېره خطرناکه ده او په وینا یې، دا ډول کړنې د سولې پروسې د تخریب لامل کېږي.
نوموړی وایي، د دوحې په لیدنه کې ټولو اړخونو د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه وکړه، خو په خبره یې، بیا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ویاند سوني لیګېټ هم ویلي چې په هلمند او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې پر طالبانو د بهرنیو ځواکونو بریدونه د دوحې د تړون مطابق ترسره شوي دي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې تېره ورځ طالبانو رسنیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې امریکا د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورنه کړې وه.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، په هلمند او فراه ولایتونو کې پر طالبانو د بهرنیو سرتېرو هوایي بریدونه د واشنګټن او امریکا د شوې هوکړې خلاف عمل دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA