په دغه ولایت کې د بشري حقونو د ساحوي دفترسرپرست عبدالمقیم علیزي کلید وویل، زموږ د شمېرو له مخې د هلمند په څو ورځنیو نښتو کې د ۶۰ په شاوخوا کې ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
«په روانو جګړو کې کابو ۶۰ ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. دغه مرګ ژوبله د ماین په چاودنو او د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ په نښتو کې رامنځته شوې ده.»
نوموړی وویل، د دغو لسو ورځو په جریان کې د جګړو له امله شاوخوا۹۵۰۰کورنۍ هم بېځایه شوې چې ۵۵۰۰مرکز لښکرګاه ښار ته او ۴۰۰۰بیا نورو امن سېمو ته تللي دې .
بلخوا بیا په هلمند کې د مدني ټولنې د همږغۍ مسول نظر محمد رودي وايې، د یاد ولایت دولایتي ادارې د ناسم مدیرت له امله وسله وال طالبان وتوانیدل چې ډېری سېمې ونیسي او جګړه تر ښاره راورسېږي.
«دلته جګړې ځکه زور اخیستی چې د چارواکو تر منځ همغږي نشته او دا چاره د دې لامل شوې چې هلمند د سقوط له ګواښ سره مخ شي.»
د یادولو وړ ده چې د هلمند په تازه جګړو کې ګڼو طالبانو او افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


