ads

پر ایران د وسلو بندیزونه پایته ورسېدل

د امریکا متحده ایالاتونو پر مخالفت سربېره، پر ایران د وسلو لګول شوي بندیزونه پایته رسېدلي دي.

محمدخان بریال
27 تله 1399
پر ایران د وسلو بندیزونه پایته ورسېدل
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له پنځه جمع یو هېوادونو سره د ایران د اټومي تړون پر اساس، پر دغه هېواد د وسلو لګول شوي بندیزونه نن په رسمي ډول پایته ورسېدل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یکنشبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تهران تر دې وروسته کولی شي د هر ډول وسلو پېر او پلور ترسره کړي.
اعلامیه زیاتوي، تر دې وړاندې چې د ملګرو ملتونو له خوا د ایران پر ځینو غړو او نظامي مسولینو بندیزونه لګول شوي وو، هغه هم ټول لېرې شوي دي.
که څه هم امریکا هڅه وکړه چې لګول شوي بندیزونه وغځول شي، خو هڅې یې بریالۍ نه شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA