ads

هلمند ته تازه دمي سرتیري رسېدلی

دفاع وزارت وایي، په هلمند کې د طالبانو د بریدونو مخنیوي او هلته د خلکو د ځان او مال ساتنې په هدف تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

شمس الرحمن شمس
27 تله 1399
هلمند ته تازه دمي سرتیري رسېدلی
د دغه وزارت له لوري تېره ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونه د بشپړ چمتوالي په حال کې دي او د وسله والو طالبانو هر ډول بریدونو ته ځواب ویلی شي.
په ورته مهال، د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اوردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي رسنيو ته په استولي پيغام کې ویلي چې په هلمند کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده په وینا، د دوی او طالبانو تر منځ په نښتو کې د ۸۰ تنو طالبانو جسدونه تېره ورځ د پاکستان کویټې ښار ته لېږدول شوي دي.
احمدزی د هلمند اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې په ټول وس به له هغوی دفاع وکړي.
یوه اونۍ کېږي چې د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ د هلمند په ناوې، نهروسراج او نادعلي ولسوالیو کې پراخه نښتې روانې دي او ګڼو کسانو پکې د مرګ ژوبلې ادعاوې شوې دي.
د دغو نښتو له امله زرګونه کورنۍ هم بېځایه شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA