ads

د کورونا ۵۹ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۰۰تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
27 تله 1399
د کورونا ۵۹ نورې پېښې ثبت شوې
له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه څلور تنه مړه شوي او ۵۳ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۹۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۶۱۴ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA