ads

د کابل پولیسو د شهرام قاتل نیولی دی

د کابل پولیس د شهرام په نوم د یو تن ځوان د قاتل نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 تله 1399
د کابل پولیسو د شهرام قاتل نیولی دی
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، یاد کس یې پرون مازدیګر د ۱۱مې ناحیې په مربوطاتو کې تر پلټنو وروسته نیولی دی.
د فرامرز په خبره، د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې د شهرام د قتل انګېزه کورنۍ ستونزې وې.
هغه زیاتوي چې دغه قضیه اوس هم د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې ډېری وخت کورنۍ ستونزې د داسې وژنو د پېښېدو لامل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA