ads

د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۴۱ تنه فارغ شول

د فراغت په مراسمو کې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وويل، فارغو پوليسو ته د د دوو میاشتو په جریان کې په مختلفو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.

بختاجان بختیار
27 تله 1399
د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۴۱ تنه فارغ شول
د تره خېل په وینا، له دې وروسته به دوی د خوست په مختلفو برخو کې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې پرمخ وړي:
«دا له دې روزنیز مرکز څخه ۱۳۷ دوره ده چې فارغېږي، دوی ته د وسلو او نورو تخنیکونو ترڅنګ د قانون او خلکو سره د چل چلند په تړاو هم زده کړې ورکړل شوي.»
په ورته مهال د سید فاروق او داد محمد په نومونو  دوه تنه فارغ شوي پولیس وایي، په دغو دوو میاشتو کې ښې زده کړې ورکړل شوې او د زده کړو له تکتیکونو به د دندې پرمهال ښه ګټه پورته کړي.
سیدفاوق: «ددې لپاره ملي پولیسو ته راغلم، چې له یوې خوا خپلې خاورې او د خلکو لپاره خدمت وکړم او بل لوري ته خپلې کورنۍ ته حلاله نفاقه وګټم.»
دادمحمد: «خوښ یم چې د پولیسو په لیکو کې شامل شوم، موږ ته ښې زده کړې راکړل شوې، انشاءالله چې له د خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې به هیڅ دریغ ونه کړم او حتی قربانۍ ته یې تیاریم.»
عام خلک که څه هم د پولیسو له برخورد او کړو وړو څخه تر ډيره رضایت نه لري، خو امنیتي او نظامي مسولین وایي، پدې وروستیوکې په نظامي برخو کې د تعلیم یافته کسانو ګمارنې زیاتې شوي، چې د ښو وظایفو د ترسره کېدو ترڅنګ یې له خلکو سره چل چلند هم د پام وړ ښه شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA