د دې شورا مطبوعاتي سلاکار مجیب الرحمن رحیمي وایي، ډاکټر عبدالله به د دغه سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ولري.
د دغه سفر هدف د کابل او تهران تر منځ د اړیکو پیاوړي کېدل بلل شوي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې وړاندې پاکستان او هند ته هم سفرونه کړي وو، چې د سفرونو هدف یې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزي اجماع پیاوړي کېدل بلل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


