ads

د غزني ولایت ریاست دفتر سکرتر ناپېژندو وسله والو وژلی

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي، ناپېژندو وسله والو تېر ماښام د دغه ولایت د ریاست دفتر پر سکرتر او د ملي امنیت پر یو غړي برید ترسره کړی.

محمدخان بریال
27 تله 1399
د غزني ولایت ریاست دفتر سکرتر ناپېژندو وسله والو وژلی
غزنی
د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال څلور نیمې بجې د روضې په سیمه کې ناپېژندو وسله والو د غزني ریاست دفتر پر سکرتر او یو بل د ملي امنیت پر کارمند برید کړی او دواړه یې وژلي دي.
د هغه په وینا، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې د هدفي وژنو ډېرېدو هېوادوال سخت اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA