ads

د المان استازي د قطر له طالبانو سره ولیدل

د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل د طالبانو د دفتر د اروپایي برخې له مسول عبدالحق وثیق سره د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وکتل.

محمدخان بریال
27 تله 1399
د المان استازي د قطر له طالبانو سره ولیدل
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا لیدنه تېر ماښام ترسره شوه او پوتزل د خبرو اترو له لارې د افغانستان د شخړې پایته رسېدو له کبله د طالبانو هڅې وستایلې.
د نوموړي په وینا، په ترسره شوې کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام هم بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني خبرو تر پرانیستغونډې وروسته تر یوې میاشتې ډېره موده تېره شوې، خو بیا هم د دواړو ټیمو د تماس ډلې پر دې نه دي توانېدلې چې د خبرو پر کړنلاره هوکړې ته ورسېږي.
طالبان د تصمیم نیوونې په برخه کې پر حنفي فقې او د خبرو د بنسټ په توګه د دوی او امریکا تر منځ پر شوې هوکړه ټینګار کوي، خو د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له دې پرېکړې سره مخالف دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA