ads

حکومت د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان وټاکل

جمهوري ریاست وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني پرون د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان وټاکل او له هغوی یې وغوښتل چې د امنیتي حالت د ښه کېدو لپاره مسلکي کار وکړي.

محمدخان بریال
27 تله 1399
حکومت د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان وټاکل

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني تېره ماښام په سلام خان ماڼۍ کې له یادو امنیه قومندانانو سره د کتنې پر مهال دا څرګندونې وکړې.
نوموړي نویو امنیه قوماندانانو ته سپارښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او په وینا یې، په دې سره به په هر اړخیزه توګه د افغانستان بیارغوونې ته زمینه برابره شي.
د جمهور رییس غني په خبره، په دې کار سره به هلته داسې انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي چې د افغانستان په تاریخ کې به بېساری وي.
دغه نوي امنیه قومندانان تر ازموینې وروسته پر داسې مهال ټاکل کېږي چې ډېر کله په ولسوالیو کې د غیر مسلکي امنیه قومندانانو په ټاکنې سره هلته ناامنۍ رامنځته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA