ads

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي د شاهین اسمایي لوبډلې وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاوو ورستۍ لوبه د کابل اړوند د شاهین اسمایي او سېمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې یو په صفر د کابل اسمایي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي د شاهین اسمایي لوبډلې وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاوو ورستۍ لوبه د کابل اړوند د شاهین اسمایي او سېمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یو په صفر د کابل اسمایي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د شاهین اسمایي لوبډلې لپاره لوبډلمشر فردین حکیمي ګول وواهه او خپله لوبډله یې د پنځم ځل لپاره اتله کړه.

د یادې لوې لیدون ته د افغانستان د ملې مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د بدني روزني رییس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکی شاپور ځدران، د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني او په زرګونه ځوانان او پیغلې راغلې وې.

د پایلوبې غوره لوبغاړی د شاهین اسمايي لوبډلې څخه حسین علي زاده وټاکل شو او ۱۶ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې دا لیګ پنځه ځلې شاهین اسمايي، درې ځلې طوفان هریرود او یوځلې بیا سپين غر بازانو ګټلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA