ads

کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۵وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دغه وزارت ویاند طاریق ارین وایي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د زابل، کندهار، میدان وردګ، هلمند او بدخشان ولایتونو کې ډله ییز بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۶۵تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۵وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۵وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند طاریق ارین وایي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د زابل، کندهار، میدان وردګ، هلمند او بدخشان ولایتونو کې ډله ییز بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۶۵تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي چې وسله والو طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ ډله ییز برید کړی چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵۵تنه ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي په خبره په دغه برید کې ۱۵تنه وسله وال طالبان وژل شوي او  ۴۰تنه نور یې ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي چې د  هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم لس تنه وسله والو طالبانو وژل شوي دي.

د ارین په خبره افغان ځواکونه له خپلو خلکو او خاورې څخه د دفاع لپاره د وسله والو مخالفینو هر ډول برید ته چمتوالی لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA