د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۵وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت ویاند طاریق ارین وایي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د زابل، کندهار، میدان وردګ، هلمند او بدخشان ولایتونو کې ډله ییز بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۶۵تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وایي چې وسله والو طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ ډله ییز برید کړی چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵۵تنه ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نوموړي په خبره په دغه برید کې ۱۵تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم لس تنه وسله والو طالبانو وژل شوي دي.
د ارین په خبره افغان ځواکونه له خپلو خلکو او خاورې څخه د دفاع لپاره د وسله والو مخالفینو هر ډول برید ته چمتوالی لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

