ads

په پروان کې ماین چاودنې درې امنیتي کسان ووژل

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار ۶ او ۲۰ دقیقې د سالنګ ولسوالۍ په سیاسنګ سمیه کې د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له کبله یې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
په پروان کې ماین چاودنې درې امنیتي کسان ووژل

پروان کې ماین چاودنې د سالنګ ولسوالۍ جنایي امر او د بلوک قوماندان وواژه

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي چې نن سهار ۶ او ۲۰ دقیقې د سالنګ ولسوالۍ په سیاسنګ سمیه کې د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده چې له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د والي ویانده وحیده شهکار کلید ته وویل چې په پېښه کې د سالنګ ولسوالۍ جنایي امر جماالدین، د یادې ولسوالۍ د بلوک قوماندان او یو امنیتي سرتیری وژل شوي.

نوموړې همدارنګه زیاتوي چې د یادې ولسوالۍ د تروریزم مدیر هم په یاده پېښه کې ټپي شوی او رغتون کې تر درملنې لاندې دی.

غږ…

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA