پروان کې ماین چاودنې د سالنګ ولسوالۍ جنایي امر او د بلوک قوماندان وواژه
د پروان سیمه ییز چارواکي وایي چې نن سهار ۶ او ۲۰ دقیقې د سالنګ ولسوالۍ په سیاسنګ سمیه کې د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده چې له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د والي ویانده وحیده شهکار کلید ته وویل چې په پېښه کې د سالنګ ولسوالۍ جنایي امر جماالدین، د یادې ولسوالۍ د بلوک قوماندان او یو امنیتي سرتیری وژل شوي.
نوموړې همدارنګه زیاتوي چې د یادې ولسوالۍ د تروریزم مدیر هم په یاده پېښه کې ټپي شوی او رغتون کې تر درملنې لاندې دی.
غږ…
تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

