ads

په فرانسه کې له یوه ښوونکي سر غوڅ شوی

د فرانسې رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد په یوه کلیواله سیمه کې یو کس د یوه ښوونکي سر غوڅ کړی او بریدګر د پولیسو لخوا وژل شوی دی.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
په فرانسه کې له یوه ښوونکي سر غوڅ شوی

د فرانسې رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد په یوه کلیواله سیمه کې یو کس د یوه ښوونکي سر غوڅ کړی او بریدګر د پولیسو لخوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې وژل شوي ښوونکي څه موده وړاندې خپل ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) کارتونونه ښودلي و .

سرچېنه زیاتوي چې تېر مازیګر یو کس چړه  په لاس کې پر یاد ښوونکي برید وکړ او د هغه سر یې غوڅ کړ او بیا له سیمې وتښتید.

پولیسو د خلکو په مرسته یاد کس پیدا کړ او دوی ته د ګواښونو له کبله نوموړی کس هم د پولیسو لخوا په ډزو سره ووژل شو.

د فرانسې جمهور رییس ایمانوېل مکرون دغه پېښه غندلې ده، نوموړي ویلي، د یاد کس سر ځکه غوڅ شو چې د بیان ازادۍ غږ یې پورته کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA