د فرانسې رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد په یوه کلیواله سیمه کې یو کس د یوه ښوونکي سر غوڅ کړی او بریدګر د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې وژل شوي ښوونکي څه موده وړاندې خپل ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) کارتونونه ښودلي و .
سرچېنه زیاتوي چې تېر مازیګر یو کس چړه په لاس کې پر یاد ښوونکي برید وکړ او د هغه سر یې غوڅ کړ او بیا له سیمې وتښتید.
پولیسو د خلکو په مرسته یاد کس پیدا کړ او دوی ته د ګواښونو له کبله نوموړی کس هم د پولیسو لخوا په ډزو سره ووژل شو.
د فرانسې جمهور رییس ایمانوېل مکرون دغه پېښه غندلې ده، نوموړي ویلي، د یاد کس سر ځکه غوڅ شو چې د بیان ازادۍ غږ یې پورته کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

