د غور ولایت سیمه ییز چارواکي هلته د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ۶ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ولایت د والي ویاند محمد عارف کلید ته وویل چې تېره ورځ یو فلانکوچ موټر چې ټول پکې ملکي وګړي وو، له بلال کلي څخه د فیروز کوه په طرف روان و چې د سړک غاړې ماین پرې چاودنه وکړه.
د نوموړي په خبره په پېښه کې د یوې کورنۍ حاملې مېرمنې په ګډون پنځه تنه ووژل شول او یو بل تن ټپي شو.
تر اوسه ددغې پېښې مسوولیت کومې وسله والي ډلې نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

