ads

هلمندیانو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

د هلمند اوسېدونکو د وروستیو نا امنیو او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اعتراض وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

حضرت محمد روحاني
26 تله 1399
هلمندیانو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې سلګونو خلکو د یوې غوڼدې پرمهال وویل چې  په دې ورستیو څو اونیو کې د سختو جګړو او ناامنیو له امله ملکي مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده.

دوي دوسله والو طالبانو نه غوښتنه وکړه چې اوربند وکړي او نور جګړې ته د پای ټکی کېږدي .

د نادعلي ولسوالۍ یوه سپین ږیری حاجي کلا خان وویل د تیرې اوونۍ راهیسې پیل شوو تازه جنګونو يې ژوند نارامه کړی دی.

نوموړي د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي او خلک دې ارام ژوند ته پرېښودل شي.

« په فطر کې د طالبانو مشران او په کابل کې دافغان دولت له مشرانو څخه مو غوښتنه داده چې نور موږ د جګړو او نا امنیو له امله تر پوزې راغلي یو، نن یې درېیمه ورځ ده چې جګړه روانه ده نور ترې ستړي شوي یو»

په نادعلي ولسوالۍ کې د سولې او اوربند دغوښتنې په اعتراض په راغلو کسانو کې یو بل تن د محمد ولي په نوم قومي مشر وویل د دواړو خواوو د مرمیو او لویو وسلو استعمال ګڼ شمېر هلمندیان بې کوره کړل باید جګړه ودرول شي.

«یو اوونۍ کیږې په نادعلي کې جګړه روانه ده، کلی مو ټول محاصره دي دومره فرصت څوک نشي پیداکولای چې خپل د کورلپاره اوړه وکړي، یو چا راته وویل چې موږ څنګه وکړو خو توپونه راباندې راتوغول کېږي، سر ترې نه شو پورته کولای»

په ورته وخت کې بیا د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله دخپل نوم د نه ښودلو په شرط کلید ته وویل چې په تېرو لسو ورځو کې دوی ته د جګړو او ماین چاودنو له امله په اوسط ډول هره ورځ شپږ ملکې او نظامې جسدونه او لس ټپیان ور وړل کېږي.

خو دغه شمېرې تر دې دمه د حکومت کومې رسمې ادارې نه دي تایید کړې.

په هلمند کې د جګړو او نا امنیو د تازه پیل شوې څپې له امله خلک په داسې حال کې په تنګ شوي دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو د پیل پر طرزالعمل نږدې یوه میاشت وړاندې خبرې شروع شوې دي، خو لا هم تر دې مهاله کومې ښکاره  نتیجې ته نه دي رسیدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA