په غور ولایت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول ونیول شو
د دفاع وزارت خبر ورکوي چې د غلام رباني په نوم د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسوول د امنیتي ځواکونو لخوا په غور ولایت کې ونیول شو.
د دغه وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې یاد کس وسله والو طالانو ته د وسلو د انتقال ترڅنګ، د مواد مخدر او چاودیدونکو توکو قاچاق کاوه.
وسله والو طالبانو د دې خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

