ads

جمهور رییس غني: په هلمند د طالبانو وحشت او ناروا جنګ سخت غندم

جمهور رییس محمد اشرف غني پر هلمند ولایت د وسله والو طالبانو بریدونه په سختو ټکو وغندل او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې له ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
جمهور رییس غني: په هلمند د طالبانو وحشت او ناروا جنګ سخت غندم

جمهور رییس محمد اشرف غني پر هلمند د وسله والو طالبانو بریدونه په سختو ټکو وغندل او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه چې هلته له بې ځایه شویو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي.

جمهور رییس تېر ماښام ناوخته په کابل کې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاوو سیالیو پای لوبې له ختمېدو وروسته په یوې ویډیویي پیغام کې دا خبرې وکړې.

شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په هلمند کې جګړه روان ده چې له کبله یې ګڼ شمېر هلمندیان بې ځایه شوي دي.

«د طالبانو دغه وحشت او ناروا جنګ سخت غندم. زیانمنو او د هلمند بې ځایه شویو کورنیو ته یو وار بیا د زړه له کومې تسلیت وایم او د خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني کوم چې د تل په څېر د هیواد د دفاع او د ولسونو د خوندیتوب لپاره په مېړانه مبارزه کوي او د دښمن پر وړاندې جنګېږي.»

جمهور رییس وویل چې د فوټبال غوره لیګ سیالیو ګڼ شمېر هېوادوال خوشاله کړل، خو په هلمند او  نورو ولایتونو د وسله والو طالبانو بریدونه د اندېښنې وړ دي.

په ورته مهال د هلمند چارواکي وایي د بې ځایه شویو کورنیو له ډلې یې تر دامهال ۲۵۰ کورنیو سره یې نغدي مرستي کړي دي؛ خو د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA