ads

جمهور رییس غني: ټولو دولتي ادارې بايد بې‌ځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي

جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، په هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې د وسله‌والو طالبانو بریدونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي او ترڅنګ یې په هلمند کې ډېر شمېر کورنۍ بې‌ځايه کړي دي.

منصور یوسفزی
26 تله 1399
جمهور رییس غني: ټولو دولتي ادارې بايد بې‌ځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي

جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، په هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې د وسله‌والو طالبانو بریدونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي او ترڅنګ یې په هلمند کې ډېر شمېر کورنۍ بې‌ځايه کړي دي.

نوموړي د فوټبال غوره ليګ سياليو د نهم پړاوو لوبو په اړه په خپل پيغام کې وويل، د طالبانو وحشت او ناروا جګړه چې له امله یې ډېر شمېر کورنۍ بې‌ځايه شوې دي، په کلکه غندي.

جمهور رییس ټينګار کړی چې ټولو دولتي ادارو ته یې هدايت ورکړی، څو له ټولو اړمنو او بې‌ځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي وويل:

«پر هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو د وسله‌والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي او د دې ترڅنګ په هلمند کې ډېر شمېر کورنۍ بې‌ځايه شوي دي، زه ټولو دولتي ادارو ته هدایت ورکوم چې له ټولو اړمنو او بې‌ځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د طالبانو دا وحشت او جګړه سخته غندم.»

که څه د تېرې اوونۍ راهیسې پر هلمند ولايت د وسله‌والو طالبانو بريدونه دوام لري، خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي بيا وايي، طالبان د هلنمد په يو شمېر ولسواليو کې تحرکات لري، خو د ښار په منځ کې حضور نه‌لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين له کليد سره په خبرو کې وويل، امنيتي ځواکونه په هلمند کې فعال حضور لري او د طالبانو هر ډول تحرکاتو ته به ځواب ورکړي.

نوموړي زياته کړه، پر هلمند د طالبانو د بريدونو له پيل څخه تر اوسه پورې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې د يادې ډلې شاوخوا ۲۰۰ سوه وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

ارين کليد ته وويل:

«د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې وسله‌وال طالبان تحرکات لري، خو په ښار کې دوی حضور نه‌لري، هلته امنيتي او دفاعي ځواکونه فعال حضور لري او د يادې ډلې هر ډول تحرکاتو ته به ځواب ورکړي.»

کورنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي بيا په ياد ولايت کې د جګړې شدت ته اندېښمن دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی غلام ولي افغان وايي، په ياد ولايت کې د جګړې کرښې تودې دي او د لښکرګاه مرکز د ښاروالۍ مربوطاتو په ګډون پر ناوې، نادعلي او ګرشک ولسوالۍ کې وخت ناوخت د سپکو او درنو وسلو ګزارونه کېږي او خلک یې سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

نوموړي له کليد سره په خبرو کې وويل، د سختو جګړه له امله په هلمند کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځايه شوي او سيمه‌يیز حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.

افغان دغه‌راز زياته کړه، له ياد ولايت څخه دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې د وروستيو نښتو له امله د ۱۲ ښځو په ګډون ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي، خو ښايي کره شمېر له دې زيات وي.

نوموړي کليد ته وويل:

« په هلمند ولايت کې د جګړې کرښې تودې دي او د لښکرګاه مرکز د ښاروالۍ مربوطاتو په ګډون پر ناوې، نادعلي او ګرشک ولسوالۍ کې وخت ناوخت د سپکو او درنو وسلو ګزارونه کېږي او خلک یې سختو ستونزو سره مخ کړې د دغو سختو جګړو له امله په هلمند کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځايه شوي او سيمه‌يیز حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.»

وسله‌والو طالبانو د تېرې يک‌شنبې پر ورځ پر هلمند ولايت خپل بريدونه پيل کړل او يو شمېر امنيتي پوستې یې سقوط کړې، که څه هم سرچينې وايي چې هلته وضعيت نازک دی، خو امنيتي مسوولين بيا ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په ياد ولايت کې فعال حضور لري او د طالبانو هېڅ ډول تحرکاتو ته به اجازه ورنه‌کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA