ads

امرالله صالح د کابل ښار د امنیتي پېښو د اروزلو مسوولیت واخیست

جمهور رییس محمد اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د څه مودې لپاره د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده وسپارله.

شمس الرحمن شمس
26 تله 1399
امرالله صالح د کابل ښار د امنیتي پېښو د اروزلو  مسوولیت واخیست

جمهور رییس محمد اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د څه مودې لپاره د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده وسپارله.

لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې د لنډې مودې لپاره د کابل ولایت د امنیتي پېښو د کنټرول مسوولیت ورسپارل شوی.

نوړموړي لیکلي چې د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د عملي کولو په لار کې د جنایت کار پر وړاندې ترحم او مصلحت ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي دا هم لیکلي چې کابل کې د لویو مجرمینو لیست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

دا اقدام داسې مهال اخیستل کېږي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ډېرېدو ته د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي او له حکومته غواړي د دوی رواني امنیت تامین کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA