جمهور رییس محمد اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د څه مودې لپاره د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده وسپارله.
لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې د لنډې مودې لپاره د کابل ولایت د امنیتي پېښو د کنټرول مسوولیت ورسپارل شوی.
نوړموړي لیکلي چې د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د عملي کولو په لار کې د جنایت کار پر وړاندې ترحم او مصلحت ورته د منلو وړ نه دی.
نوموړي دا هم لیکلي چې کابل کې د لویو مجرمینو لیست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
دا اقدام داسې مهال اخیستل کېږي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ډېرېدو ته د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي او له حکومته غواړي د دوی رواني امنیت تامین کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

