ads

په کندهار کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي هلته د ۱۱وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

عبدالمالک افغان
25 تله 1399
په کندهار کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي
کندهار

د کندهار د امنيه قومندانۍ څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي راغلي، چې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼي له مخې په یادو بریدونو کي د وسله والو ۱۲ ميله بېلابېلې وسلې هم له منځه وړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA