د کندهار د امنيه قومندانۍ څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي راغلي، چې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼي له مخې په یادو بریدونو کي د وسله والو ۱۲ ميله بېلابېلې وسلې هم له منځه وړل شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

