نامعلومه وسله‌والو په خوست ولایت کې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تېره شپه د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند د الګاډې په سټکیو کلي کې وسله والو پر یوه کور برید ترسره کړی چې په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.